محمد نبي: کپتاني سخته دنده ده؛ هیله ده ښۀ ولوبېږم 

محمد نبي: کپتاني سخته دنده ده؛ هیله ده ښۀ ولوبېږم 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي په یوه مرکه کې ویلي چې دوی نړیوالو لوبو ته ښۀ چمتووالی لري، او هیله ئې څرګنده کړې چې دوی به نړیوال جام ګټي.

 

 

(2021 / 10  / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي په یوه مرکه کې ویلي چې دوی نړیوالو لوبو ته ښۀ چمتووالی لري، او هیله ئې څرګنده کړې چې دوی به نړیوال جام ګټي.

اړوند موضوعات: 

نړیوال شنونکي وايي چې راشد خان د سږني نړیوال جام خطرناک لوبغاړی دی

محمد نبي ویلي چې د نړیوال جام لپاره دوی ښه لوبډله ټاکلې ، د دۀ پۀ وینا چې  د لوبغاړو استعدادونو ته پۀ کتلو موږ پوره ډاډه یو چې د ۲۰۲۱ م نړیوال جام به دوی ګټي.

نوموړي د خپلې کپتانۍ پۀ اړه ویلي چې ” کپتاني سخته دنده ده، کرکټ بورډ پر ما باور وکړ، هیله ده ښۀ ولوبېږم او دغه دنده پۀ ښۀ ډول پر مخ یوسم”.

دۀ ویلي چې ټول لوبغاړي پۀ ښه روحیه لوبو ته روان شوي او هېوادوالو ته به خوښۍ وربښي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی چې دا ځل به د ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام د افغانستان پۀ نوم کوي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالو مبصرینو راشد خان د ۲۰۲۱ م کال د نړیوال جام خطرناک بالر ګڼلی دی.