جوډيشل کميشن په متفقه توګه د پيښور هائي کورټ چيف جسټس مسرت هلالي د سپريم کورټ د جج په توګه د تقرر منظوري ورکړې ده۔

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د جوډيشل کميشن غونډه د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې وشوه.
دسرچينو ترمخه جوډيشل کميشن په متفقه توگه دپيښور هائي کورټ چيف جسټس مسرت هلالي د سپريم کورټ د جج په توگه د تقرر منظوري ورکړې ده.
جسټس مسرت هلالي به د خېبر پښتونخوا لومړۍ ښځينه قاضي وي چې د سترې محکمې قاضي کېږي.
د ولسمشر له خوا د دوی تر تصویب وروسته به په ستره محکمه کې د قاضیانو شمېر ۱۶ ته ورسیږي.
د سترې محکمې مشر قاضي فائز عیسی د جسټس مسرت هلالي نوم تجویز کړی دی.
ياده دې وي چې د مې په اتمه نېټه ولسمشر ډاکټر عارف علوي د پېښور هائي کورټ د چيف جسټس په توګه د جسټس مسرت هلالي د تقرر منظوري ورکړه.






