د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وايي د سمندري طوفان له امله د بجلۍ په رسولو کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی، خو ښايي د امنيت له نظره برېښنا بنده کړل شي.

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد کې دخبرو په مهال خرم دستګير وويل د سندهـ ساحلي سيمو کې دبجلۍ ډسټريکشن کمپنيو ته دوه زره چارواکي ليږل شوي دي اؤ زه اؤ سيکرټري پاور تر ماښامه کراچۍ ته رسيږو.
ده ووئيل په تخته، بدين او سجاول كښې بادونه زورور دي په داسې حال كښې چې د حيدراباد اليكټرك سپلائي كمپنۍ كښې به هم صورتحال وي خو معلومه نه ده چې د طوفان اثرات به څه وي۔
وفاقي وزير وويل په کراچۍ کې د ايل اين جي ټرمينل اغيزمن دى، د پاورپلانټونو د کوګس سپلائي بنده شوې او د ايل اين جي درآمد هم بند شوى، لوډشيډنګ به يو ساعت زيات شي، د حفاظت له وجې به بجلي بنده کړل شي، د جون له 15 څخه تر 18 پورې. لکه څنګه چې وضعیت خراب کیدی شي، باد به د لیږد لین ګډوډ کړي.
هغه زياته کړه چې په اوړي کې به له څلورو ساعتونو څخه زيات لوډشيډنګ نه وي، په زياتو زيانمنو سيمو کې به څلور ساعته لوډشيډنګ هم کېږي، تېر کال د برېښنا تقاضا 30 زره مېګاواټه ته رسېدلې وه، له تربيلا څخه به د برېښنا توليد زيات شي. د ډبرو سکرو په بریښنا فابریکو کې، کوم لوی خنډ نه لیدل کیږي.





