پوهنې وزارت وایي چې د یاد وزارت او افغان پوست شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو هوکړه لاسليک شوه.
پوهنې وزارت وایي چې د یاد وزارت او افغان پوست شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو هوکړه لاسليک شوه.
14 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښوونځيو د فارغینو په ګډون زده کوونکو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رياست او افغان پوست شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو هوکړه لاسليک شو.
د ياد هوکړه لیک د لاسليک کولو په مراسمو کې چې د دواړو بنسټونو مرستیالانو او رئيسانو حضور درلود، د پوهنې وزارت په استازيتوب د یاد وزارت د کيفيت د تضمين معین مولوي عبدالخالق صادق او د افغان پست ادارې په استازيتوب مولوي رحمت الله دغه هوکړه لاسلیک کړه.
په پیل کې د افغان پست رئیس د هوکړه لیک د محتوا په باب د معلومات ورکولو په ترڅ کې وویل چې د دې هوکړه لیک پر اساس افغان پست شرکت ژمن دی چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ښوونځیو فارغانو ته د شهادتنامو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه چې: د شهرت اصلاح او د تعلیق لرې کول هغه نور موارد دي چې فارغین کولای شي په خپلو ولایتونو کې د افغان پسټ له لارې پلي کړي.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د یادې ادارې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسئولینو څخه وغوښتل چې فارغینو ته په اړوندو چارو کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې په اخلاص کار وکړي، ترڅو د غوښتونکو وخت ضایع نه شي.
اړوند موضوعات
د پوهنې وزارت سرپرست د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ له ولسي مشرانو او ښوونکو سره کتلي.
په دې مجلس کې د معیاري ازموینو رئیس مولوي عبدالباقي حقاني او د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني هم د موضوع په اړوند ویناوې وکړې.