چيف ميټرولوجسټ سردار سرفراز وايي د سمندري طوفان بپر جوى شدت يو څه کم شوى دى، په کراچۍ کې دا خطرناک صورتحال نه دى.
باغی ټی وی رپورټ
چيف ميټرولوجسټ سردار سرفراز نن د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې اوويل چې دغه طوفان به د کراچۍ له جنوب څخه وځي په دې وخت کښې دغه طوفان د شمال په لور روان دے کوم چې به شمال ختيځ ته مخه کوي. سایکلون به د کټي بندر او هندي ګجرات څخه تیریږي یا به وخوري.
د طوفان له وجې نن په کراچۍ کښې د نور نه تر معتدله باران امکان دے.
د هند د هوا پېژندنې اداره هم وايي، چې د توپان شدت لږ څه کم شوی او دغه توپان به د پنجشنبې په ورځ له سوراشترا او د پاکستان له سواحلو تېر شي.
سمندري طوفان بپر جوی د “ډیر شدید سایکلونیک طوفان” څخه “ډیر شدید سایکلونیک طوفان” ته ښکته شوی ځکه چې دا د پاکستان او هند په لور پرمختګ کوي.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، دا طوفان به د جون په ۱۵ مه ماسپښین یا ماښام د سند ایالت او د هند ګجرات ایالت د کاټي بندر تر منځ راښکته شي، په طوفان کې د باد سرعت ښايي په ساعت کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلومترو پورې وي.
په کراچۍ او حیدراباد کې د جون د ۱۴مې او ۱۶مې نیټې ترمنځ د باد او تندر سره د سخت باران امکان دی. ټنډو محمد خان، ټنډو الله يار، ميرپورخاص کې هم د جون له 14 څخه تر 16 پورې د سخت باران امکان دی او د 60 نه تر 80 کلوميټر في ساعت په سرعت سره به باد هم روان وي.
د طوفان په جریان کې د کیټي بندر په شاوخوا کې څپې له 8 څخه تر 12 فوټو پورې رسیدلی شي ، او ماهیانو ته مشوره ورکړل شوې چې د جون تر 17 پورې خلاص سمندر ته لاړ نشي.