پاک افغان د همکارۍ فورم له لوري د الخدمت فاونډیشن پاکستان په مالي مرسته په کابل کښې د سترګو ویړیا علاج او جراحۍ کیمپ تابیا شوې وو

نصیب شاه شینواري
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستاني عوام او حکومت له لوري جنګ ځپلي افغان اولس سره د همکارۍ او وفادارۍ لړۍ دوام لري.
د کابل په نور سترګو روغتون کښې افغان ناروغانو لپاره د پاک افغان همکارۍ فورم له لوري د الخدمت فاونډیشن پاکستان په مالي مرسته افغان اولس لپاره د ویړیا سترګو علاج او جراحۍ کیمپ تابیا شوې وو.

په ویړیا کیمپ کښې د سترګو د بیلا بیلو۹۱ یو نوي رنځوران چې د سترګو په رنځ اخته وو، جراحي ترسره شوه، د پاکستان اولس او حکومت له لوري دا د ویړیا علاج او جراحۍ په ځانګړې توګه افغان ځپلي اولس لپاره تابیا شوه.

افغان اولس ، ځایی مشرانو او ویړیا علاج کوونکو افغان رنځورانو له پاکستان اولس، پاکستان حکومت، پاک افغان د همکارۍ فورم او الخدمت فاونډیشن پاکستان مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغان غریب اولس ویړیا درملنه او د سترګو جراحۍ لپاره ی دوی لپاره ویړیا کمپ لګولې وو.

یاده دې وي چې د ویړیا کیمپ له ۷ اووم جون څخه تر ۱۰لسم جون پورې دوام درلوده چې د افغانانو ویړیا درملنه ی پکښې ترسره شوه.





