بوریس جانسن: وضعیت نسبتاً ښه شوی که اړتیا وه طالبانو سره مرسته کوو

0
397

بوریس جانسن: وضعیت نسبتاً ښه شوی که اړتیا وه طالبانو سره مرسته کوو

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي چې د افغانستان وضعیت کې نسبتاً مثبت بدلون راغلی دی.

 

(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

هغه چې د خپل هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره تر ناستې وروسته یې خبرې کولې وویل، د کابل په ګډون په افغانستان کې وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی او دغه راز د هوایي ډګر امنیت هم مخ په ښه کېدو دی. جانسن ویلي که اړتیا وه نو له طالبانو سره به د افغانستان د ثبات برخه کې مرستې ته هم راودانګي. نوموړي څرګنده کړې چې بریتانیا د تېرې پنجشنبې په ورځ اووه زره او د جمعې په ورځ زر کسان له افغانستان څخه ایستلي دي. د هغه په وینا، ډېری ایستل شوي بریتانویان او یا هم هغه کسان دي چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې ده. جانسن ټینګار کړی دی چې د خپلو همکارانو د ایستلو برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

Leave a reply