په زندانونو کې د نارینه او ښځینه کارکونکو سره د ناوړه چلند او شکنجه کولو د تورونو په اړه د بشري حقونو کمېشن په تحقیقاتو کې د یوه تور هم تصدیق نه دی شوی.

0
189

باغی ټی وی رپورټ

د نهم مۍ د سانحې وروستو د پارټۍ د کارکنانو د نيولو وروستو د پي ټي آئي چيئرمېن تور لګولی وو چې په جيلونو کې د ښځو سره د جنسي تيري په اړه رپورټونه راغلي دي، عدليه دې سوموټو اقدام وکړي او ښځې دې خوشې کړي.

د عمران خان تورونه

د عمران خان له تورونو وروسته د پنجاب نګران حکومت لخوا په جيل کې د ښځو سره د تاوتريخوالي د تورونو د پلټنو لپاره جوړه شوې دوه کسيزه کمېټۍ په عمران خان د تشدد تورونه رد کړل.

د ناوړه ګټه اخیستنې راپورونه ردوي

د دې نه علاوه د مئ په نهمه نيټه د سوزولو او ورانکارۍ په کيسونو کښې نيولې شوې زنانو هم په جيل کښې د جنسي تيري راپورونه رد کړل او ويې ويل چې عدالت ته د حاضريدو په موقع دغه زنانه ثابته کړه چې په دوي جنسي تيري شوي دي۔

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون راپور

دسرچينو ترمخه دبشري حقونو قومي کميشن راپور وزيراعظم ته ليږلى دى چې پکې دکميشن چيئرپرسن رابعه جويري اګني دپلټنو راپور وزيراعظم ته ليږلى دى.

په ليک کې ويل شوي چې په زندانونو کې د سياسي فعالانو د شکنجې او غير انساني چلند راپورونه ورکړل شوي، د بشري حقونو کمېشن د تورونو د حقيقت موندلو لپاره پلټنې وکړې او د بشري حقونو کمېشن په خيبر پښتونخوا کې خپل ټيمونه وګومارل. پنجاب او سند ..

په مکتوب کې دبشري حقونو دخپلواک کميسون مشر وئيلي دي چې دبشري حقونو دخپلواک کميشن ټيمونو په تورونو کې هيڅ حقيقت نۀ دى موندلى، داسې کوم ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى چې په اساس يې دغه تورونه رښتيا وي، دکوم سياسي فعال په حقله هيڅ نۀ دي شوي.

په خط کې راغلي چې د راولپنډۍ، پېښور، سوات، نوښار او د ښځو د جيل کراچۍ ته د ليدنې کتنې شوي، په داسې حال کې چې د سنټرل جيل لاهور دوره روانه ده.

Leave a reply