د مسلم ليګ ن صدر او وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا صوبايي قيادت د حکومتي ايتلاف په ضد د بيان ورکولو نه منع کړی دی.

0
110

باغی ټی وی رپورټ

د مسلم ليګ ن صدر او وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا صوبايي قيادت د حکومتي ايتلاف په ضد د بيان ورکولو نه منع کړی دی.

دسرچينو ترمخه دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دصوبائي قيادت غونډه شوې چې پکې دمسلم ليگ(ن) صوبائي صدر امير مقام، وفاقي وزير مرتضيٰ جاويد عباسي اؤ نورو مشرانو ګډون کړى ؤ.

په دې موقع وزيراعظم صوبائي قيادت ته دحکومتي اتحاد په ضد بيان ورکولو څخه منع کړل.

د سرچينو له مخې په دغه ليدنه کې صوبائي قيادت وزيراعظم ته دصوبائي حکومت په اړه دخپلو انديښنو څخه خبر کړل.

سرچينې وائي چې وزيراعظم شهباز شريف صوبائي قيادت ته دپارټۍ تنظيمي ستونزې په فوري توګه حل کولو هدايات هم کړي دي.

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې دا د انتخاباتو کال دے، په پارټي کښې اختلافات ختم کړئ او انتخاباتو ته تيار شئ.

ياده دي وي چي د مسلم ليګ ن صوبائي اطلاعات سيکرټري اختر ولي تيرو ورځو کښي د ګورنر راج په اړه وينا کړي وه۔

له دې وړاندې د مسلم لیګ نون خیبر پښتونخوا د ناراضه کسانو یوې ډلې لخوا یو کنونشن شوی وو چې پکې د ګوند د صوبايي صدر امیر مقام د لرې کولو قرارداد هم منظور کړی شوی و.

پيښور کښي شوي کنونشن کښي د خيبرپښتونخوا پخواني ګورنر سردار مهتاب عباسي، پخواني صوبائي وزير ظفر اقبال جهګړا او نورو پارټي مشرانو او کارکنانو ګډون اوکړو۔

بلخوا سردار مهتاب کنونشن ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان سیاسي جوړښت تباه شوی، د سیاسي جوړښت په تباهۍ کې ټول سیاسي ګوندونه شریک دي، نن زمونږ عدلیه، پارلېمان او اسټیبلشمنټ هم ویشل شوي او د سرمایه کارانو په ځای مزدوران نیول شوي دي.

Leave a reply