تورخم له لارې یو لوی اقتصادی پرمختګ، له روس څخه لس ټانکر ګاز ډک ټانکرونه پاکستان ته را داخل شول

نصیب شاه شینواري
له روسیې څخه د مایع پټرولیم ګاز (LPG) لومړۍ جوپه د تورخم له لارې پاکستان ته داخله شوې ده.
د LPG کارګو 10 ټانکرونه چې د 100,000یو لک او 10 زره ټنو LPG برخه ده له روسیې څخه اخیستل شوي چې پرون د تورخم لارې پاکستان ته داخل شول.
له روسیې څخه LPG لومړی ځل ازبکستان ته د اورګاډي له لارې انتقال شول او له هغه ځایه د ټانکرونو په واسطه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړې شول .
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې روسي بېړۍ “پيور پوائنټ” له خامو تېلو سره د کراچۍ بندر ته رسیدلې چې د ١٨٣ مترو په اوږدوالي روسي بېړۍ پيور پواينټ ٤٥ زره مټريک ټنه تېل بار کړي وو.
د ريفائنري د سرچينو له مخې، له روسيې څخه د خامو تېلو له بېړۍ څخه د خامو تېلو د استخراج کار روان دى، چې نن به دغه ريفائنري ته د خامو تېلو لېږد بشپړ شي.
د پټرولیم وزارت وزیر مصدق ملک وايي، موږ له روسیې سره د سل زره ټنه تېلو د پېرلو تړون لاسلیک کړی و، چې په دوو بېړیو کې باید راورسېږي، یوه بېړۍ رارسېدلې، دویمه بېړۍ به هم په یوه اوونۍ کې راورسېږي.
مصدق ملک وايي، که موږ له روسیې څخه د خامو تیلو یو پر دریمه برخه اخیستل پیل کړو، نو په بیو کې به لوی توپیر راشي او اغیز به یې د خلکو جیبونو ته ورسیږي.
د يادونې وړ ده چې اوسني حکومت د روان کال په جنورۍ مياشت کې له روسيې څخه د ارزانه تېلو او ګازو د پېرلو لپاره خبرې اترې پيل کړې وې.
پاکستان ته د روسیې د تیلو او ګازو راتګ د پاکستان او روسیې په سوداګریزو اړیکو کې یو مهم پرمختګ بلل کیږي.
د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس ایسوسی ایشن صدر ریاض شینواري وایی د روس څخه ګاز اخستل او تورخم له لارې پاکستان ته انتقالول به دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړه دې سره به د ټرانسپورټ سره تړلو خلقو روزګار ښه شي او دې سره به دلته د ګاز په بیعه هم ښه مثبته اغیزه وشی او نرخ به ی کم شي. هغه اوویل د کسټم کلیرینس سره تړلو خلقو روزګار به هم دې سره وده وکړي .
یو بل د کسټم کلیرینس تورخم اتحادیی غړی اصغر شینواري هم دا پرمختګ ډیر ګټور اوبلل او وی ویل چې دا به زمونږ په اقتصاد ښه اغیزه ولري، زیاته ی کړه دې سره به ټرانسپورټ وده وکړي او ځاي خلقو په روزګار به هم ډیر ښه اثر وکړي.






