پيښور کښي د پوليس او وسله والو ترمينځه ډزو کښي د چترال اوسيدونکی يو ماشوم وژل شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
دپوليسو ترمخه دپيښور په کوهاټ روډ ګړۍ قمرالدين سيمه کې وسله والو دپوليسو په پارټۍ ډزې کړي دي چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى دى.
پولیسو د ډزو د ډلې مشر شکیل احمد له وسلو سره نیولی او له هغه یې یو الټو موټر هم ترلاسه کړی دی.
د پولیس وینا ده چی د ایس پی رورل ظفر احمد خان په مشرۍ کښي یو خاص ټیم جوړ کړے شوی دی چی د ډلی نور ملزمان ګرفتار کړی.