د خېبرپښتونخوا په پېښور ښار کې سږ کال د قتل، وژنې هڅې، د زورزياتي او زنا په پېښو کې ريکارډ زياتوالی راغلی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ښار کې ۲۳۲ کسان وژل شوي چې د تېر کال د لومړیو ۵ میاشتو په پرتله ۱۳۶ سلنه ډېر دي.
د اسنادو له مخې، د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۷۰ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د قتل د هڅې ۳۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
د سند له مخې د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په پېښور کې ۲۱۶ کسان او سږ کال په بېلابېلو پېښو کې ۲۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
په پېښور ښار کې د غلا په پېښو کې ۲۰۲ سلنه زياتوالی راغلی، د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ۳۹ پېښې ثبت شوې او سږ کال په پوليسو سټيشنونو کې ۷۹ پېښې ثبت شوې دي.
د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د جنسي تېري ۲۹ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د جنسي تېري ۱۸ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیسو د اسنادو له مخې، له نارینه وو، ښځو او څارویو سره د غیر طبیعي چلند ۱۴ پېښې هم ثبت شوې دي.
د تښتونې په پېښو کې په کموالي سره سږ کال د ۳۶ پېښو په پرتله ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.
په ښار کې د زياتېدونکي جرمونو په اړه سي سي پي او سيد اشفاق انور وايي چې د سړکونو د جرمونو او ترهګرۍ پېښو کې ننګونې شته، نو ښار کې د سي سي ټي وي کيمرې سخته اړتيا ده.
هغه وویل چې د ټکنالوژۍ او لا ښه تفتیش له لارې به د پرمختګ لپاره هڅې وشي.





