باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په ساحلي سيمو کې دفعه 144 نافذه شوې ده، د موسمياتو محکمه وايي د طوفان له امله به څپې له 8 څخه تر 10 فټو پورې لوړې شي، ماهيان دې له نن څخه خلاص سمندر ته نه ځي.
د چیف میټرالوجیسټ سردار سرفراز په وینا، سائیکلون بپر جوی د کراچۍ نه 770 کلومیټره جنوب ختیځ ته او د تخته نه 750 کلومیټره جنوب ته دی، سائیکلون بپر د مارا نه 860 کلومیټره جنوب ختیځ ته دی.
سردار سرفراز وايي بائيپرجوي يو ډېر سخت سائيکلونک طوفان ګرځېدلی، شدت يې زيات شوی دی، دغه طوفاني سېسټم به د شمال لوري ته روان وي، د سېسټم په مرکز کې د هوا سرعت له ۱۴۰ تر ۱۶۰ کلوميټره في ساعت دی، دغه سېسټم څپې په مرکز او خواوو کې له 30 څخه تر 40 فوټو پورې لوړې دي.
له بلې خوا، د بندیز سره سره بیا هم خلک په ساحلونو او کب نیولو بوخت دي، ماهیان لا هم له خپلو کښتیو سره په سمندر کې ګرځي.










Leave a Reply