پاکستاني حاجیانو ته د غوره خدماتو ور کولو لپاره، په مدینه منوره او مکه مکرمه کښې د اسانتیاوو مرکزون جوړ شوي، پاکستاني حاجيانو ته غوره اسانتياوې په ورکولو د سعودي عرب حکومت مننه کوو: علي اکبر شيخ

0
239

نصیب شاه شینواري

ميډيا سره خبرو کښې د حج آرگنائزرز ایسوسی ایشن آف پاکستان پ سعودی عرب کښې حج آپریشنز انچارج علي اکبر شیخ وویل چې په مدینه منوره عدیله او پاکستان هاؤس کښې د هوپ
هیلپنګ ډیسکونه جوړ کړې شوي دي چې د پاکستاني حاجیانو د مرستې لپاره دي او د هوپ نمائندګان په منظمه توګه د په دې مرکزونو کښې شپه او ورځ کار کوي او دوی په منظمه توګه حاجیانو ته د غوره اسانتیاوو برابرول پیل کړي دي .

هغه زياته کړه، چې د سعودي عربستان او پاکستان د حج او اوقافو وزارت د استازو ترڅنګ د پاکستان د پرایویټ حج شرکتوتنو تنظیم هوپ استازي هم شپه او ورځ حاجيانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي هڅې کوي.

ده ووئيل مونږ د پاكستان هاؤس مدينه منوره او د مكتبه عديله مدينه منورې له ريس سره ليدلي او سعودي چارواكو مونږ ته د بشپړې مرستې ډاډ راكړې دې۔

هغه وويل چې د سعودي د حج وزارت استازي او د هوپ استازي په مکه مکرمه او مدينه منوره کښې شپه او ورځ پاکستاني حاجيانو ته د غوره اسانتياو په برابرولو بوخت دي.

هغه زياته کړه، هغه پاکستاني حاجيان چې کومه ستونزه لري، بايد په پاکستان هاوس مدينه منوره او مکه مکرمه کې د هوپ له استازو سره اړيکه ونيسي، هغوى وويل چې زموږ استازي ٢٤ ساعته د حاجيانو د مرستې لپاره حاضر دي.

Leave a reply