دقطر دفتر نور غړي هم افغانستان ته راغلل

د قطر دفتر نور غړي هم افغانستان ته راغلل
د طالبانو د قطر دفتر غړي چې تر اوسه قطر کې ؤ نن افغانستان ته راغلل اوه له ځینو سیاسي مشرانو سره یې وکتل.
(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مولوي شهاب الدین دلاور، ملا خیرالله خیر خواه او مولوي جنفي له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي.
په دغه کتنه کې د راتلونکي مشارکتي حکومت، د هېواد اوسني او وضعت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې.
د دطالبانو دغو مشرانو ډاډ ورکړی چې راتلونکی حکومت به ټول شموله حکومت وي او د هېچا حق به پکې نه پایمال کېږي.
د یاودونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو د حقاني شبکې مشر خلیل الرحمن حقاني هم له یادو مشرانو سره کتلي ؤ.





