قاري محمد نظیر؛ هغه ځوان چې په سترګو ړوند، خو د ژوند چارې د عادي انسانانو په څېر پر مخ وړي
قاري محمد نظیر؛ هغه ځوان چې په سترګو ړوند، خو د ژوند چارې د عادي انسانانو په څېر پر مخ وړي
د نوموړي همدغه غوښتنه مو د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو د ریاست له رئیس ښاغلي فضل الربی امرخیل سره شریکه کړه؛ هغه راته په ځوابرکې وویل چې دوی د ړندو په شمول د ټولو معلولو کسانو لپاره ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي او په وینا یې یو شمېر معلولو کسانو ته یې ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
ښاغلي امرخېل همدارنګه له نړۍوالو مرستندیو ادارو څخه وغوښتل چې پدغه ولایت کې له معلولینو سره د مرستې لپاره ځانکړې توجه وکړي او دوی ته لا ډیرې مرستې ورسوي.
(2023 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قاري محمد نظیر د میدان وردګو ولایت مرکز سیاه فیتاب سیمې اوسېدونکی چې په ماشومتوب کې یې د سترګو دید له لاسه ورکړی دی.
نوموړي د سترګو دید له لاسه ورکولو سره خپل هیمت ونۀ بایلود او خپل ژوند ته یې په عادي ډول دوام ورکړ.
دی حتی تر لرې پرتو سیمو پورې د مړي و ژوندي لپاره یوازې سفر کوي او د چا لاس نیوي ته اړتیا نلري.
دی وايي آن د مرکز میدان ښار کوڅه په کوڅه بلد دی.
دا چې هغه سیمې او منطقې څه ډول پېژني له هغه مو وپوښتل وايي: ” زۀ نۀ قدمونه شمېرم او نه هم کوم ځای په نښه کوم، بلکې د غوږونو په واسطه پوهیږم چې کوم ځای ته ورسیدلم او اوس کوم ځای دی.”
نوموړی چې د قرآن کریم حافظ هم دی وايي چې د مدرسې له نورو حافظانو یې سیالۍ ګټلي او له هغوی څخه یې یو قدم وړاندې د دستار فضیلت تړلی دی.
قاري محمد نظیر د ذهنی وړتیا تر څنګ، فزیکي وړتیا کې هم تر چا کم ندی.
نوموړی د غرۀ ختلو کې دومره مهارت لري چې که غرۀ ختلو کې ورسره ملګري شو ښايي مرستې ته یې اړ شو.
همدارنګه په بایسکل ځغلونه او د کرکټ لوبه کې هم ځانګړی مهارت لري.
د نوموړي په وینا چې د لوبو پر مهال اټېک بال د دۀ دنده ده او حتی حتمی ده چې په آور کې یوه وېکټ واخلي.
ښاغلي محمد نظیر له دولت څخه وغوښتل چې د دۀ په شمول د نورو نابینایانو لاس نیوی وکړي او ورته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.