سمندري طوفان بې پر جوی د کراچۍ په جنوب کې ۹۱۰ کیلومتره واټن لري
باغی ټی وی رپورټ
د موسمیاتو مشر سردار سرفراز د طوفان په اړه وویل چې په عرب سمندر کې ترټولو شدید طوفان د شمال او شمال ختیځ په لور روان دی.
د سردار سرفراز په وینا، سمندري طوفان بای پرجوی د کراچۍ له جنوب څخه ۹۱۰ کلومیټره لرې دی او نن به طوفان د شمال ختیځ لوري ته نور هم حرکت وکړي.
20هغه زیاته کړه، چې ښايي دغه نظام خپل لوري ته بدلون ورکړي او د شمال لوېدیځ لور ته حرکت وکړي، په دې لار کې د عمان او پاکستان ساحلي سیمې او مارا او سونمیاني راځي.
سردار سرفراز وويل د طوفان په اړه په ډاگه نۀ شي ويل کيدى چې کومې ساحلي سيمې متاثره کيدى شي او د طوفان دويمه لار د ګجرات او سندهـ ساحلي بيلټ وي.