احتساب عدالت د پخواني صدر آصف زرداري په ضد د جعلي بنک اکاونټونو يو بل ريفرنس نيب ته واپس کړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد د احتساب عدالت جج محمد بشیر څلور ريفرنسونه نيب ته واپس کړي چې پکښې يو د پخواني صدر آصف زرداري خلاف هم شامل دي۔
د اوريدنې په مهال د آصف زرداري وکيل فاروق ايچ نائيک دليل ورکړو چې د نېب په قوانينو کښې د ترميم نه پس دغه ريفرنسونه د عدالت په اختيار کښې نه راځي نو ځکه احتساب عدالت د ريفرنسونو مقدمه نه شي چلولی.
عدالت د پخواني صدر آصف زرداري، فريال تالپور، حسين لوائي او نورو په ضد د مني لانډرنګ ريفرنس نيب ته واپس کړے دے۔
د دې نه علاوه د منظور قادر او نورو ملزمانو په ضد د پلاټ الاټمنټ ريفرنس، د بلال شيخ او نورو په ضد د سنده بينک ريفرنس او د جعلي بنک اکاونټونو د ګلابي رهائشي ريفرنس هم واپس نيب ته استولے شوے دے۔






