د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر حماد اظهر پر بجټ نیوکه وکړه او ویې ویل چې په بجټ کې ټول هدفونه مصنوعي دي او د تېر کال په څېر د حقیقت پر بنسټ نه دي.

باغی ټی وی رپورټ
د خزانې وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 2023-24 لپاره د 144 كروړ 60 اربه روپو بجټ د وفاقي كابينې د منظورۍ وروستو وړاندې كړو۔
د بجټ سند له مخې د وفاقي بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د ټېكس جمع كولو هدف 92 ټريليون روپۍ ټاكلې شوې چې په دې كښې به د مستقيم ټېكس جمع كولو حجم 37 كروړ 59 اربه روپۍ او د غير مستقيم ټېكس حجم به 37 كروړ 59 اربه روپۍ وي۔ ۵۴ ټریلیون ۴۱ اربه روپۍ به وي. د دې نه علاوه به 29 ټریلیون 63 اربه روپۍ غیر ټیکه دار عاید وي.
بجټ کښې د نوو ټيکسونو نه بچ کيدو سره د پرمختيائي منصوبو لپاره 11.50 اربه روپۍ تاريخي رقم مختص کړے شوي او دفاعي خرچونه هم زيات کړي شوي دي۔
حماد اظهر پر بودیجه د نیوکې ترڅنګ وویل، چې د اقتصادي پرمختګ، د مالیاتو راټولول، د انفلاسیون کچه، د وارداتو او راکړې ورکړې هدف یوازې د بودیجې د توازن لپاره دي، له حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري.
ده ووئيل چې د انفلاسیون د كمولو او ډوبېدونكې معيشت د بچ كولو كومه منصوبه نشته، بجټ كښې د 8.5 اربه ډالرو نوي بهرنۍ قرضې هدف دي خو ائي اېم اېف نه وي نو دا كار به هم ناشونې وي۔





