د سپريم کورټ قاضي القضات طارق مسعود د پاناما کېس په اړه ريمارکس کې ويلي چې د پاناما کېس بېله مقدمه وه، په ۴۳۶ کسانو کې يوازې يوه کورنۍ بېله شوې او مقدمه چلول شوې ده.

0
181

باغی ټی وی رپورټ

سپريم کورټ کښې د پاناما اسکينډل کښې د ککړو 436 کسانو په ضد د تحقيقاتو په اړه د کيس اورېدنه شوې وه چې پکښې جسټس طارق مسعود ريمارکس ورکړے وو چې د پانامه کيس مختلف مسله ده، د 436 کسانو نه يوازې يوه کورنۍ جدا شوې وه او د مقدمې اورېدنه شوې وه. ترسره شوی.

جسټس طارق مسعود وويل نور نه غواړي څه ووايي خو څه وشول چې د 24 اوريدنې وروستو د يوې کورنۍ نه علاوه د نورو ټولو کسانو مقدمې بېلې شوې؟

جسټس امين الدين خان وويل چې دلته ناست زړه غواړي ډېرې خبرې وکړي خو ويل نه شي.

بلخوا جسټس طارق مسعود د جماعت اسلامي د وکيل نه پوښتنه وکړه چې ايا مقصد يواځې د يوې کورنۍ په ضد مقدمه چلول دي؟ ايف بي آر، ايف آئي اے، نيب او سټيټ بينک شته نو د رياستي ادارو په بندولو سره به ټول کار سپريم کورټ اوکړے شي؟

په دې اړه دجماعت اسلامي وکيل راجه اشتياق وويل دتحقيقاتي ادارو صورتحال دا دى چې دغه نوټس 3 کاله وړاندې ورکړل شوى ؤ اؤ تر دې مهاله يې کوم ځواب نۀ دى ترلاسه شوى.

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر يوې مياشتې پورې وځنډوله.

Leave a reply