د متحده قومي موومنټ پاکستان سينئر ډپټي کنوينر مصطفی کمال وايي په کراچۍ کې کورنو ته د څښاک اوبه نه راځي او د فاضله اوبو اوبه له کورونو نه ځي، نن بدرنګه خلک زمونږ ۷ چوکيو ته هم ګوري.

0
113

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ په اورنګي کښي د ايم کيو ايم پاکستان تر سيوري لاندي يوه جلسه اوشوه چي پکښي د ايم کيو ايم سينيئر ډپټي کنوينر مصطفی کمال، وفاقي وزير امين الحق او نورو خطاب وکړو۔

غونډې ته په خپله وينا کې مصطفی کمال وويل پيپلز پارټۍ ددغه ښار څخه د اربونو روپو ترلاسه کولو وروستو ښار ته يو څاڅکي اوبه هم نۀ دي ورکړي.

ده ووئيل نن زمونږ 7 چوکيو ته بد نظر خلق هم ګوري، په مونږ باندې رياستي ظلمونه نه كيږي دا د ايم كيو ايم د اعتدال او امن پاليسۍ له امله ده۔

ده زیاته کړه چې مونږ ته د حکمرانانو له ظلمونو شکایتونه دي خو د دې ریاست په ضد خبرې نه کوو، نن له څلویښتو کالو راهیسې د کوټې په نوم پر مونږ ظلمونه کیږي، نن په دې کوټه کې هم پيپلز ګوند مونږ ته کار نه راکوي. پاتې شو

دې نه علاوه امين الحق خپله وينا کښې اوويل چې د يو کروړ نوکرو او وزيراعظم هاؤس يو يونيورسټۍ جوړولو دروغجنې وعدې شوې۔

Leave a reply