بدخشان ولایت کې د یوې فاتحې مراسمو کې د چاودنې له امله ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

0
121

بدخشان ولایت کې د یوې فاتحې مراسمو کې د چاودنې له امله ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

8 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلام او هيواد دښمنانو نن سهار شاوخوا یولس بجې د بدخشان ولایت د فیض اباد مسجد نبوي په جومات کې داسې مهال چاودنه رامنځته کړه چې ګڼ شمېر هیوادوالو د یاد ولایت مرستیال نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی وو.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ له بده مرغه په دې پيښه کې یوولس تنه هیوادوال شهیدان او څه باندې دیرش تنه نور ټپيان شوي چې کره جزیات به یې وروسته شریک شي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د بدخشان له والي سره لیدلي او پر یاده موضوع یې خبرې اترې کړي.

 

 

د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د ذلیلو دښمنانو دا وحشت غندي او په بشپړ تعهد سره يو ځل بیا د داسې پېښو د شریرو عاملینو د ځپلو او نابودۍ پر عملي تداوم ټينګار کوي.

Leave a reply