نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو کارخونه کشف، ۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو او سلګونه جریبه کوکنار اړولي.

0
126

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو کارخونه کشف، ۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو او سلګونه جریبه کوکنار اړولي.

8 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یوه کارخونه له ټولو توکو سره کشف او ۲۳ تنه یې په اړه د سمنګانو ولایت په دره بالا ولسوالی کې نیول شوي.

 

دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، یو تن له ۱۶ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره د سمنګانو په ولایت کې، ۲ تنه د ۶۰۰۰ کیلو ګرامه اومانو سره په هرات ولایت کې او په ډیره پیمانه نشه یي توکي او د اومان بوټی په غور او بامیانو ولایتونو کې کشف او سوځول شوي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې لسګونه جریبه کوکنار تخریب او پلور په تړاو کسان نیولي.

د یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۸۶۰ جریبه د کوکنارو کرکیله د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ، ۵۰ جریبه په غور او لسګونه جریبه د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې اړولې ده.

Leave a reply