د اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د توشه خانې د مقدمې د اورېدنې حکم تر څوارلسم جون پورې غځولی دی.
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ کښې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د توشه خانې جرمانه کيس سماعت شوې چې پکښې د عمران خان وکيل خواجه حارث عدالت ته او د اليکشن کميشن لخوا امجد پرويز وړاندې شو۔
عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې د عدالت د کارروايۍ خلاف درخواست جمع کړی دی.
د اورېدنې په مهال خواجه حارث د مقدمې اورېدنه تر راتلونکې هفتې پورې ځنډولو استدعا وکړه چې په اړه يې د الېکشن کمېشن وکيل وويل چې عدالت د مقدمې کارروائي بنده کړې ده نو عدالت دې د مقدمې اورېدنه ختمه کړي.
د الېکشن کمېشن وکيل د محاکمې د کار د بندولو د حکم د واپس اخستو غوښتنه وکړه او وې ويل چې عدالت د استېناف په ختمولو سره د محاکمې د نهايي فيصلې نه منع کولے شي نو د عدالت نه غوښتنه کيږي چې د استيضاح دې ختم کړي.
ورسته عدالت د پي ټي آئي چيرمين خلاف د توشه خانه جرمي مقدمې د بندولو حکم تر څوارلسم جون پورې وغزولو۔