د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک د بجټ نه وړاندې عوامو ته د پټروليم په نرخونو کښې د کمي خوشحالئ اعلان کړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره خبرو کې مصدق ملک وويل په راتلونکو ورځو کې به د پټرولو بيه نوره هم کمه شي.
هغه وویل چې له ترکمنستان او اذربایجان سره د ټاپي د تړون په نتیجه کې به د ګازو بیه هم راټیټه شي.
له بلې خوا خلک له روسیې څخه پاکستان ته د تیلو د راتلو په اړه ډول ډول ګونګوسې کوي، خو تر ټولو مهمه پوښتنه چې د هر پاکستانی په ذهن کې ده هغه دا ده چې د تیلو د بیو لوړیدل به څه اغیز ولري؟
د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزیر احسن اقبال وائس اف امریکا سره په مرکه کې د دې پوښتنې ځواب ورکړ.
کله چې وپوښتل شول چې ایا پاکستان ته د روسیې د تیلو له رسیدو وروسته به د پټرولو بیه سل روپۍ کمه شي؟
وفاقي وزير په منفي ځواب ورکړو او دا ټولي ګمانونه يې رد کړل.
احسن اقبال په یوه مرکه کې ویلي چې تر سلو روپیو پورې به دومره لوی توپیر ونه کړي، خو بیه به یې خامخا ټیټه وي که په کافي اندازه د روسیې تیل پاکستان ته راشي، په پیل کې لږه اندازه پاکستان ته راځي.






