د ضم قبایلی سیمو لپاره دې بشپړه پرمختیایی پلان تیار کړل شي. وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم د خېبرپښتونخوا ضم شوي ضلعو لپاره جامع پرمختيائي پيکيج جوړولو هدايات کړي دي۔
د ضم شوي ضلعو د سياسي قيادت يو اووه کسيزه پلاوي د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قومي اسمبلۍ د پخواني غړي او د تحريک اصلاحات پاکستان چيئرمېن شاه ګل آفريدي په مشرۍ کښې ملاقات اوکړو چې پکښې د ضم شوي ضلعو د سياسي قيادت اووه کسيزه وفد چې پکښې صوبایی نګران وزیر تاج محمد افریدی، پخوانې ایم پی اې بلاول افریدی، پخواني ايم پي اے شفیق شیر افریدی، تحصیل جمرود چیرمین سید نواب آفریدی، تحصیل لنډی کوتل چیرمین شاه خالد شینواری او زبیر آفریدی موجود وو.
په غونډه كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضيٰ جاوېد عباسي، د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام او اړونده لوړ پوړو چارواكو هم ګډون وكړو۔
پلاوي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ضم کولو په اړه د پاکستان مسلم لیگ (ن) لخوا د ضم شوې ضلعو په قومي دایره کې شاملولو ستاینه وکړه چې له دې وروسته د قانون سازۍ له لارې د فاټا انضمام ممکن شو.
پلاوي وزيراعظم ته ووئيل چې د تېر حكومت په څلورو كلونو كښې د ضم شويو ضلعو پرمختګ په بشپړه توګه له پامه غورځول شوې وو چې له امله يې د مسلم ليګ (ن) د مشرتابه لخوا جوړې كړې شوې منصوبې عملي نه كړې شوې۔
وزيراعظم د غونډې برخوالو ته باور ورکړو چې موجوده حکومت او په خاصه توګه وزيراعظم پخپله د ضم شوي ضلعو پرمختګ او خوشحالي قومي ترجيح ګڼي۔
پلاوي وزيراعظم ته د اړونده حلقو د ستونزو او په پېښور کې د اوبو د سختې ستونزې په اړه خبر ورکړ.
پلاوي له ګاونډي افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ د ودې لپاره د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې لړ كښې وزيراعظم د داسې اقداماتو باور وركړو چې د دوه اړخيزه تجارت له لارې به د پولې په اوږدو كښې د خلكو ژوند ښه كړي۔
وزيراعظم د غونډې برخوالو ته په دې لړ كښې د جامعې تګلارې د عملي كولو باور وركړو۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته لارښوونه وكړه چې د ضم شويو ضلعو لپاره دې خاص پرمختيائي پېكج تيار او وړاندې كړي۔






