د پاکو خواړو عرضه په ټوله نړۍ کې یوه جدي ستونزه ګرځیدلې.
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان له نیمایي څخه زیات نفوس د پاکو خوړو څخه بې برخې دي په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د خوراکي توکو اداره یوازې د 8 ډویژنل هیډکوارټرونو پورې محدوده ده چې د ناقص خوراکي توکو مخه ونیسي.
د خوړو د کارپوهانو په وینا، د ناخوندي خوړو له امله دوه نه بلکې ۲۰۰ ډوله ناروغۍ رامنځ ته کېږي او په هرو پنځو کې یو تن د بې کیفیته خوړو له امله مري.
په پاکستان کې له ۵۰٪ څخه زیات وګړي پاک او خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري.
په بلوچستان کې د بې وزلۍ او د منابعو د نشتوالي له امله د خوندي خوراکي توکو رسولو تر ټولو جدي ستونزه ده.