په پل سرخ څلورلارې کې د یوه تاریخي څلي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

0
97

په پل سرخ څلورلارې کې د یوه تاریخي څلي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ورته مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مرستیال وویل چې، یاد څلی به د ډيزاین له مخې د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو په ښه کیفیت او بنسټیزه توګه جوړ شي.
نوموړي د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ څرګند کړ او په راتلونکې کې یې هم له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

(2023 / 6 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د دریمې ناحیې اړوند د کارته سه په پل سرخ سیمه کې یوه تاریخي څلي د بنسټ ډبره د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د رئیس قاري ولي ګل جواد او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرستیال محمد سلیمان خرم له لوري کېښودل شوه.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس وویل چې، د ښاري ښکلا پروګرامونه د تاریخي، کلتوري او ملي ارزښتونو د ساتلو په موخه پلي کیږي، چې یو له هغه د غزني د تاریخي څلي د یاد ساتل دي چې، د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو به د ۱۳ متره په لوړوالي له داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستلو د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ شي او ورسره جوخت به په یاده سیمه کې ښاري ښکلا لا ډېره شي.

اړوند موضوعات:

عامې روغتیا وزارت: هرات ولایت کې د تلېسیمیا روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

Leave a reply