د اقتصادي رابطې کمېټۍ د ۴۹ درملو په نرخونو کې د زياتوالي منظوري ورکړې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د حيدر آباد-سکهر موټروې لپاره د 9.5 اربه روپو او د نوي ګوادر انټرنيشنل ائيرپورټ منصوبې لپاره د 83 كروړه 91 لكه روپو د مرستې منظوري وركړې شوه۔
د خزانې وزارت لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې په غونډه كښې د اسټيبلشمنټ ډويژن لپاره 12 كروړه 14 لكه روپۍ او د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لپاره 70 كروړه روپو منظوري وركړې شوې۔
د خزانې وزير د ملازمينو د پنشن مسئلې حل كولو منظوري وركړه، د بشري حقونو وزارت لپاره 11.65 ملينه روپۍ او جامشورو كښې د کوئلې نه د برېښنا منصوبې بشپړولو لپاره 9.14 اربه روپۍ بېلې كړې شوې۔
په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا د پخوانۍ فاټا په سيمو كښې د ليويز سنټر جوړولو لپاره د 4 كروړه 70 لكه روپو، په ملګرو ملتونو كښې د امن مشن د سرتېرو لپاره 47 كروړه او 4 كروړه 95 لكه روپو د جاري كولو منظوري وركړې شوه۔ د سوات تراژیدی شهیدان او زخمیان.
د پارليماني چارو وزارت لپاره د 4 كروړه 84 لكه روپو او د نيكټا هيډكوارټرز جوړولو لپاره 11 كروړه روپو منظوري هم وركړې شوه۔