د بلوچستان حکومت له وفاقي حکومته په غوسه شو.

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو له مخې دبلوچستان وزيراعلي اؤ دبلوچستان عوامي پارټۍ صدر عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي چې نن په اسلام اباد کې دقومي اقتصادي رابطه کميټۍ په غونډه کې به دبلوچستان څخه کوم غړى برخه نۀ اخلي.
د بلوچستان د اعلی وزیر په وینا دا پرېکړه د وفاقي حکومت د نه همکارۍ له امله شوې ده.
ده غوښتنه وكړه چې وفاقي حكومت دې د بلوچستان د سېنېټ او قومي اسمبلۍ د غړو تجويز كړې پروژې په كلني پرمختيائي پروګرام كښې شامل كړي۔





