د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د پاکستان پرمختیايي بودیجه د روان کال د بودجې په پرتله څلور سلنه زیاته ده.
باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه په مجموعي پرمختيائي بجټ کې د وفاقي پرمختيائي بجټ اندازه 1100 اربه روپۍ تجويز کړل شوې اؤ د وفاقي پرمختيائي بجټ اندازه د روان کال په پرتله 31 فيصده يا 223 اربه روپۍ زياته ده، په داسې حال کې چې وفاقي پرمختيايي بجټ په بجټ کې د 150 اربه روپو شخصي پرمختيائي بجټ هم شامل دى.
دسرچينو ترمخه په پرمختيائي بجټ کې دصوبائي پرمختيايي بجټ برخه 1560 اربه روپۍ ده، د سندهـ پرمختيايي بجټ کې 40 فيصده زياتوالى 617 اربه روپو ته رسول شوى، په داسې حال کې چې سږکال د سندهـ پرمختيايي بجټ 442 اربه روپۍ ده. روپۍ
د سرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا عبوري بجټ دڅلورو مياشتو لپاره اؤ دخيبرپښتونخوا موقته پرمختيايي بجټ ٢٦٨ اربه روپۍ اؤ دبلوچستان پرمختيائي بجټ دراتلونکي مالي کال لپاره ٢٤٨ اربه روپۍ وړانديز شوى دى. د روان کال بودیجه د روان کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاته ده.
سرچينې وائي دپارليمان لخوا وړانديز کړل شوؤ سکيمونو لپاره 90 اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.
دسرچينو له مخې دقومي اقتصادي شورا غونډه به سبا دوزيراعظم په مشرۍ کې کيږي چې پکې به کونسل د٢٥٠٠ اربه روپو پرمختيائي بجټ منظوري ورکوي.