د قامي احتساب بيورو (نيب) لاهور د آمدن نه د زياتو اثاثو په انکوائري کښې د پنجاب پخوانې وزيراعلي عثمان بزدار نن طلب کړې دې۔
باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه نيب د عثمان بزدار خلاف د نهه اربه روپو اثاثې جوړولو په اړه پلټنې کوي.
پخواني وزيراعلي عثمان بزدار ته نن د نيب لاهور په لاهور او ډي جي خان کښې د هغه په کور کښې د سمن نوټس استولے شوے دے۔
نیب عثمان بزدار د غیرمتناسب اثاثو انکوائری کښې لسم ځل لپاره طلب کړی دی، عثمان بزدار د نیب لخوا د تحقیقاتو په سمن کښې دوه ځله حاضر شوی دی.
عثمان بزدار تراوسه نیب ته د اثاثو د اعلان پروفارما مکمل تفصیلات نه دی ورکړی، نیب د سی اینډ ډبلیو ډیپارټمنټ نه د عثمان بزدار د دورې د ټولو پروژو تفصیلات د جون تر پنځمې پورې غوښتی دی.