د مې په نهمه نېټه د لاهور په جناح هاؤس بريد کې ککړ يو بل مجرم هم د قانون منګولو ته راوستل شو او ملزم په خپل جرم اعتراف هم وکړو.
باغی ټی وی رپورټ
رئیس احمد، چې د می د ۹مې په تراژیدي کې لاس درلود، د سوات د شانګلې ولسوالۍ سره تړاو لري.
شرپسند رئیس احمد په خپل اعترافي بیان کې ویلي چې د عمران خان له نیول کېدو وروسته د می په نهمه نېټه په زمان پارک کې د پي ټي ايي له خوا د جوړ شوي پلان له مخې د ډاکټر یاسمین راشد په مشرۍ کور کمانډر هاوس لاهور ته رسېدلی و.
د رئیس احمد په وینا، له دې وروسته دوی د پي ټي ايي له کارکنانو سره یوځای جناح هاوس ته اور ورته کړ، لوښي یې مات کړل او اور یې ورته واچاوه.
رئیس احمد دا هم وویل چې د عمران خان له یو کال راهیسې د پوځ پر ضد د پرله پسې ویناوو اورېدلو وروسته د پوځ پر ضد ذهني ناروغه شوی دی.