د بلوچستان پلازمېنې کوټې په نړيوال هوايي ډګر کې يو بل مهم ګام هم پاس شوى چې له هغه ځايه د حج پروازونه پيل شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د سول ايوي ايشن وياند ترمخه تيره شپه د قامي ايئر لائن دوه پروازونه پي کے 6133 او 6137 درې سوه حاجيان مدينې منورې ته روان وو او د پي آئي اے پرواز پي کے 747 د کوئټې نړيوال هوائي ډګر نوي کټګوري II رن وے ته راورسيدل خو په اوله شپه دغه الوتنه تېره شپه ترسره شوه چې ۱۴۵ تنه حاجيان په مستقيم ډول مدينې منورې ته ورسېدل.
د PIA پیلوټ وايي چې د شپې پر مهال د کوټې په هوايي ډګر نوي بلی-ټو رن وے باندې لینډ کول خورا خوندور تجربه وه.
له دې وړاندې به له کوټې څخه حاجیان لومړی کراچۍ ته تلل، چې په دې وروستیو کې ۱۲۰۰۰ فوټه اوږده رن وے د مستقیمو الوتنو امکان برابر کړ.
د ملکي هوايي چلند ادارې د وياند له مخې، د CAT-II په نوي رن وے کې د هوايي ډګر د څراغونو عصري سيسټم په هر ډول موسمي شرايطو کې عمليات ډاډمن کوي او هوايي ډګر ته راتلل شي.






