د جهانګير ترين د ډلې مهم غړي نعمان لنګريال ادعا کړې ده چې جهانګير ترين سره د نوي ګوند جوړولو او يا خپله ډله په ګوند کې ضم کول دواړه انتخابونه دي.
باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام “نيا پاکستان” کې د خبرو پر مهال نعمان لنګريال وويل چې د دواړو آپشنونو په اړه سلا مشورې روانې دي، جهانګير ترين د نوي ګوند جوړولو او يا خپله ډله په ګوند کې ضم کول دواړه آپشنونه لري.
هغه وویل چې په دوه ورځو کې به پریکړه وشي چې کوم انتخاب تعقیب شي.
نعمان لنګريال دا هم وويل چې د جهانګير ترين د وروستۍ پرېکړې نه وروسته به د پي ټي ايي لويې نومونه د جهانګير ترين ملاتړ اعلان کړي.