باغی ټی وی رپورټ
دا خبره د ماهرانو لخوا په کراچۍ کې شوي يو طبي کانفرنس کې شوې چې پکې د جناح هسپتال پخوانې ايګزيکيټيو ډايريکټر ډاکټر سميع جمالي ته هم خراج تحسين وړاندې کړل شو.
د جناح پوسټ ګريجوئيټ ميډيکل سنټر ايګزيکټيو ډائريکټر ډاکټر شاهد رسول وئيلي دي چي د جناح هسپتال نوي ميډيکل کمپلکس کښي د ګيسټرو انټرولوجي يو جديد وارډ جوړيږي۔
هغه وويل، چې د دې لپاره به په راتلونکو څو اوونيو کې د طبي متخصصينو خالي بستونه اعلان شي، هېواد په زرګونو د معدې متخصصينو ته اړتيا لري.
ډاکټر شاهد رسول زیاته کړه چې جناح هسپتال کښې د ګېسټرو اینټرولوجی وارډ د ډاکټر سمیع جمالی لخوا جوړ شوی دی.










Leave a Reply