وزيراعظم شهباز شريف د تركيې د لويو سرمايه كارانو، صنعتكارانو، د ادارو او كمپنيو مشرانو او مهم كاروباريانو سره ملاقاتونه وكړل او تركي كمپنو ته يې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او په شريك كارونو كښې د ګډون بلنه وركړه۔

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم د مختلفو شخصيتونو سره د ملاقاتونو په مهال د هغوي سره د انرجي، بديلونو، په خاصه توګه د سولر انرجي، ساختماني، انفراسټرکچر، ټرانسپورټ او د جامد فضله مينيجمنټ په برخو کښي د مشترکو پروژو په اړه خبري کړي دي۔
وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيه دې د تاريخي ورورګلوۍ نه ګټه پورته كړي٬ پاكستان د مستقيمې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره خاص سهولتونه برابروي۔
هغه د کوکا کولا، د CCI د ستراتیژۍ دفتر، سی ای او کریم یاهي او اتیلا یرلیکایا سره هم وکتل پداسې حال کې چې د ترکي قراردادیانو اتحادیې سکرتر جنرال حسن یالسن او دالسر انجینرنګ رییس عرفان عقر هم ولیدل.
د خپلې دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف د ډك اولس مشر او صدر ډاك نيل اولپاك محمد پاک يتيرام، سينان آك او زورلو ګروپ او چيئرمېن احمد البرك ګروپ سره هم ملاقات وكړو۔
ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان د سوګند پورته کولو په دستوره کښي د ګډون لپاره په دوه ورځني دوره ترکي ته تللي چرته چي د ترکي صدر رجب طيب اردوان د سوګند پورته کولو په دستوره کښي ګډون اوکړو۔
روسته وزيراعظم شهباز شريف د تركيې په صدارتي محل كښې د يو لړ دستورو په مهال د اولس مشر رجب طيب اردوان سره ملاقات وكړو او هغه ته ئې مباركي وركړه۔
د تركيې د مېډيا له مخې د تركيې د اولس مشر په توګه د تركيې د اولس مشر رجب طيب اردوان د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د 21 هېوادونو مشرانو او 13 وزيراعظمانو ګډون وكړو۔




