د کوټې په سپيني روډ نامعلومو کسانو کور ته ننوتلي او په ډزو يې مور او لور وژلي دي.

0
166

باغی ټی وی رپورټ

دپوليسو ترمخه نامعلومه وسله وال دسپيني روډ سيمه ييز بلډ سنټر سره نزدې کوڅه کې يو کور ته ننوتل او ډزې يې پرې وکړې چې له امله يې مور بي بي خديجه او لور بي بي سليمه وژل شوي چې مړي يې بولان ميډيکل کمپلکس ته رسول شوي دي.

پولیس وايي، د ډزو د لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د وژل شوې ښځې بي بي خديجې خاوند وويل چې د ډزو پر مهال په کور کې نه و.

Leave a reply