پيښور کښي روان بي آر ټي سروس د مالي بحران سره مخ ده۔

باغی ټی وی رپورټ
د شخصي ټرانسپورټ شرکت پریکړه کړې چې د 75 کروړه روپیو څخه ډیر بقایا نه ورکولو لپاره خدمات بند کړي.
خصوصي شرکت د خيبر پښتونخوا وزيراعلي، د ټرانسپورټ څانګې او اړونده چارواکو ته يو خط هم لېږلی چې پکې ويل شوي چې د بي آر ټي ګاډو د عملياتو او مينېټينس سروسز په مد کې ۷۵ کروړه ۴۰ لاکه روپۍ بقايا دي.
ټرانس پيښور تر اوسه د فرورۍ، مارچ، اپرېل او مې مياشتو بقاياجات نه دي ادا کړي چې له امله يې کمپنۍ د سخت مالي بحران سره مخ ده.
بل خوا د صوبې د ټرانسپورټ وزير شاهد خان خټک جيو نيوز ته ويلي چې ټرانس پيښور وزيراعلي ته يوه سمري لېږلې ده چې په هغې کې به د پيسې د ادا کولو په اړه رسمي پلټنې وشي.





