د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې نگران حکومتونه به صرف د څلورو مياشتو بجټ ورکوي۔

باغی ټی وی رپورټ
خپل يو بيان كښې احسن اقبال ووئيل چې د راتلونكي مالي كال وفاقي پرمختيائي بجټ به 1100 اربه روپۍ وي كوم به چې د روان مالي كال په پرتله 37 فيصده زيات وي۔
ده ووئيل چې د راتلونكي مالي كال لپاره د جي ډي پي ودې هدف 3.5 فيصده او د انفلاسيون شرح 21 فيصده ده۔
وفاقي وزير وويل نگران حکومتونه به يواځې د څلورو مياشتو بجټ ورکوي.





