یو ځل بیا بهرنیو پانګوالو په پاکستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په معدنونو کې به پانګونه وشي، یوه کاناډايي کمپنۍ په مانسهره کې غرونه په اجاره اخیستي او هلته به د مرمر ډبرو کانونه استوي.
د زمکې ليز معاهده د خېبرپښتونخوا د سرمايه کارۍ بورډ په دفتر کښې لاسليک شوه چې پکښې د کاناډائي کمپنۍ ملکې مشر نبيل ثاقب، د صنعت صوبائي وزير او د صنعت سيکرټري او د خېبرپښتونخوا د سرمايه کارۍ بورډ مشر موجود وو.
په دې موقع نبیل ثاقب وویل چې دغه شرکت د مرمرو د استخراج لپاره ۱۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
د خېبرپښتونخوا د سرمايه کارۍ بورډ ډايريکټر اقبال سرور وويل چې بهرني سرمايه کارانو ته به هر قسمه اسانتياوې ورکولې شي، په خېبرپښتونخوا کې به زيات خلک سرمايه کارۍ کوي، د داسې معاهدو سره به د روزګار موقعې هم پيدا کيږي.
پانګوال وايي، په پاکستان کې د کانونو لویې زېرمې شته، باید نورې بهرنۍ کمپنۍ هم راشي او دلته پانګونه وکړي.





