د پنجاب پخواني اعلی وزیر او د تحریک انصاف مشر عثمان بزدار له سیاست څخه د تقاعد اعلان وکړ.
باغی ټی وی رپورټ
پخوانې وزيراعلي عثمان بزدار په کوئټه کښې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د نهم مئ د پيښو غندنه وکړه.
عثمان بزدار ویلي د پوځ سره ولاړ دی او ولاړ به وي.
پخواني وزيراعلي وويل چې له ١٤ مياشتو راهيسې په بېلابېلو محکمو کې دوسيې پر مخ وړي.
ياده دې وي چې عثمان بزدار د پي ټي آئي په دور حکومت کښې د دريو کالو نه زيات وخت وزيراعلي وو او اکثره وخت به په پي ټي آئي کښې د هغه د کارکردګۍ په اړه د اختلافاتو خبرونه مخې ته راغلي وو ولي د پي ټي آئي چيئرمېن ورته خپل وسيم اکرم پلس ويل.
خو عمران خان د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې عثمان بزدار د وزیر اعلی له څوکۍ لرې کړ او پروېز الهي یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په توګه وټاکه.