د راتلونکي مالي کال لپاره د قامي پرمختيائي بجټ 2458 اربه روپۍ ساتلو وړانديز شوې دې۔

0
101

باغی ټی وی رپورټ

جيو نيوز د راتلونکي مالي کال د ملي پراختيايي بوديجې په اړه اسناد ترلاسه کړي دي.

د سند له مخې د وفاق پرمختيائي بجټ 900 اربه روپۍ او د صوبو پرمختيائي بجټ 1558 اربه روپو ساتلو وړانديز شوې ده۔

د سند له مخې د وفاقي وزارتونو پرمختيائي بجټ 359 اربه روپۍ، د كارپوريشنونو لپاره 141 اربه روپۍ او د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان خاص سيمو لپاره د 55 اربه روپو پرمختيائي بجټ تجويز كړې شوې۔

د سند له مخې په خېبرپښتونخوا كښې د ضم شويو سيمو لپاره 55 اربه روپۍ، د SDGs پرمختيائي بجټ لپاره 90 اربه روپۍ، د پاكستان ډويلپمنټ فنډ لپاره 100 اربه روپۍ او د پبلک پرائيویټ پارټنرشپ له لارې د 100 اربه روپو د لګولو تجويز دي۔

دې نه علاوه د پنجاب پرمختيائي بجټ 426 اربه روپۍ ساتلو تجويز هم وركړې شو كوم چې يوازې د جولائي نه تر اکتوبر پورې د څلورو مياشتو لپاره دي۔

د سندهـ پرمختيايي بجټ ۶۱۷ اربه، د خيبر پښتونخوا پرمختيايي بجټ ۲۶۸ اربه او د بلوچستان پرمختيايي بجټ ۲۴۸ اربه روپۍ تجويز شوې دي.

Leave a reply