د خزانې وزيرې عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې راتلونکي بجټ کښې د انفلاسيون قابو کول تر ټولو لويه چيلنج ده۔

باغی ټی وی رپورټ
په خپل يو بيان كښې عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې د معيشت د خرابېدو په ختمولو كښې به څو مياشتې نور وخت لگي، راتلونكې بجټ كښې ټېكس فري نه شي كولې، كه د ټېكس آمدن زيات نه شو نو خساره به بې قابو شي۔
ده ووئيل پاكستان د ائي اېم اېف په پروګرام كښې شامل دے٬ د يو ملت په توګه مونږ اوس هم همغه لار روان كړو٬ مونږ د نهمې جائزې بشپړېدو ته هيله من يو۔
عایشه غوث پاشا وویل د ایم ډي ائي ایم ایف سره د وزیراعظم د خبرو اترو د مثبتو نتیجو لرلو امکان دی، د عملې په کچه د معاهدې نه وروسته به حالات ښه شي، په راتلونکې بجټ کې د انفلاسیون قابو کول تر ټولو لویه ننګونه ده.





