په روان مالي کال کې د پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه رسېدلې او د ودې شرح يې ډېره ټيټه وه چې د ۵ سلنې هدف پر ځای يوازې ۰.۲۹ سلنه وه.

باغی ټی وی رپورټ
د سېلابونو ناورین، د روسیې او اوکراین جګړه، سیاسي بې ثباتي او د ډالر په وړاندې د روپۍ ارزښت کمېدل، دې عواملو د روان مالي کال د پاکستان د اقتصاد په تباهۍ کې لوی رول لوبولی دی.
د پاکستان صنعتي وده د رېورس ګیر سره مخ شوه، د خدماتو سکټور، چې د ټول GDP نیمایي برخه جوړوي، د 5.1 فیصده هدف په مقابل کې یوازې 0.86 فیصده وده کوي.
د دې ترڅنګ د عمده صنعتونو په ګډون د عمده پلور او پرچون سوداګرۍ وده هم منفي پاتې شوه.
د سوداګرو ټولنه وايي، سیاسي ثبات او د سود د نرخونو کمول اقتصاد ښه کولای شي.
دسرچينو له مخې د ډالر په مقابل کې د روپۍ د ارزښت د کميدو له امله به په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصاد اندازه 341 ارب 50 اربه ډالره وي چې په تير مالي کال کې 375 اربه ډالره وه.
په روان مالي کال کې د سړي سر کلنی عاید چې په تېر مالي کال کې ۱۷۶۶ ډالره وو له ۱۹۸ ډالرو څخه ۱۵۶۸ ډالرو ته راټیټ شوی دی.






