د بلوچستان په څو ضلعو کې يو ځل بيا د کانګو وائرس له وجې د ښځو او ماشومانو په شمول شپږ کسان مړه شوي دي۔

0
241

باغی ټی وی رپورټ

د روان کال په ترڅ کې په بلوچستان کې د کانګو ویروس ۳۵ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۶ تنه مړه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په بلوچستان کې د کانګو ویروس خپرېږي، بلکې د ۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۹۰مې لسیزې په نیمايي کې هم د دغې ناروغۍ له امله لسګونه قیمتي ژوند له لاسه ورکړ.

د دې ويروس په خپرېدو او مخنيوي کې د صوبايي حکومت د لېوالتيا اټکل له دې هم کېدای شي، چې په صوبه کې له څلورو لسيزو راهيسې هېڅ ريسرچ سيل نه دی جوړ شوی.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې نږدې هر کال له لورالايي او موسی خېلو ولسوالیو څخه د کانګو ویروس پېښې ثبت شوې دي.

د زیانمن شویو خلکو شکایت دا دی، چې ولایتي ادارې نه د ټپیانو درملنې ته پاملرنه کړې او نه هم د دغه ولایت په ولسوالیو کې د څارویو د سپرې کولو ته.

Leave a reply