د پاکستان تحريک انصاف صدر چوهدري پرويز الهي چې په ډراماتيکه توګه نيول شوى ؤ نن به عدالت ته وړاندې کيږي.

باغی ټی وی رپورټ
تېره ورځ چوهدري پروېز الهي لاهور کې په بلټ پروف موټر کې له کوره وتلی و، چې د لاهور پوليسو او د فساد ضد ډلې يې موټر ودراوه.
خو کله چې پروېز الهي له موټر نه ښکته شو، د موټر کړکۍ يې ماتې شوې او په زوره يې له ځانه سره يوړل او ونيول شو.
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر عامر میر ویلي، چوهدري پروېز الهي چې په پټه د لوبې ماهر و، د تېښتې په هڅه کې ونیول شو.
د پرويز الهي ډرائيور پوليس ته بيان ورکړو چې پرويز الهي د ګلګت بلتستان نه تښتي.
بل خوا د پروېز الهي زوی منیس الهي ویلي چې پلار یې په جعلي قضیه کې نیول شوی دی.
ياده دې وي چې پروېز الهي په ګوجرانواله کې د فساد ضد دوه مقدمې درج شوې دي، پر هغه په قراردادونو کې د کمېشن اخستلو او رشوت ورکولو تور دی.
د دې تر څنګ په لاهور کې د نوموړي پر ضد یوه پاڼه هم پرې شوې ده.






