د پاکستان د تحریک انصاف د مشر مراد سعید د نیولو لپاره د خیبر پښتونخوا پولیسو ته ځانګړې دنده سپارل شوې وه.

0
121

باغی ټی وی رپورټ

مراد سعید د خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد پولیسو ته مطلوب دی، د هغه د نیولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا پولیسو ته ځانګړې دنده سپارلې ده.

پوليس چارواکي وايي چې د مراد سعيد د شتون راپورونه په پنجاب او اسلام اباد کې نه دي ورکړل شوي خو په سوات او بټ خېلو کې د هغه د شتون راپورونه شته.

بل لوري ته پوليسو په چارسده کې د پخواني صوبائي وزير عارف احمدزي په کور چاپه وهلې خو پخوانى صوبائي وزير په کور کې موجود نۀ ؤ.

خو له تلاشۍ وروسته پولیس بیرته وتښتیدل.

Leave a reply