ایم کیو ایم پاکستان یو ځل بیا د سرشمېرنې پر پایلو خپل اعتراض څرګند کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر په دغه لړ کې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال سره ليدلي چې پکې ډپټي کنوينر خواجه اظهار الحسن هم موجود ؤ چې په مهال خالد مقبول صديقي د مردم شمارۍ په اړه د پارټۍ د انديښنو په اړه احسن اقبال ته معلومات ورکړل.
خالد مقبول وويل دکراچۍ اؤ حيدراباد دمردم شمارۍ نتيجې څخه ايم کيو ايم اؤ دخيبرپښتونخوا مدني ټولنې مطمين نه دي اؤ دټيکنالوجۍ په ذريعه دې د مردم شمارۍ ډاټا بيا تصديق کړل شي. هغه وويل په کراچۍ کې اوس هم په زرگونو داسې ودانۍ شته چې د سرشمېرنې کارکوونکي ورته نه شي رسېدلی.
خواجه اظهر وویل د تیرو ۷۵ کالو راهسې د سندهـ ښاریان په یو ډول په دیوالونو تړل کیږي.
د ایم کیو ایم مشرانو د اندېښنو په اړه احسن اقبال ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د نتایجو د سموالي لپاره کار روان دی او بې نظمۍ له منځه وړل کېږي.