رویټرز خبري آژانس ویلي چې د قطر هیواد صدراعظم کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره لیدلي.
رویټرز خبري آژانس ویلي چې د قطر هیواد صدراعظم کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره لیدلي.
31 مئي چهارشنبه 2023
د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د مئي میاشتې په ۱۲مې نیټې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده سره کتلي.
رسنۍ زیاتوي چې د دې کتنې موخه د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د ستونزو پای ته رسول او له انزوا څخه د اسلامي امارت ایستل ښودل شوي.
رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې د محمد بن عبدالرحمان آل ثاني لخوا پدې ملاقات کې د ا.ا لخوا پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز باندې بحث شوی.د راپور له مخې د دې لیدنې په اړه جزئیات د قطریانو لخوا له سپینې ماڼۍ سره هم شریک شوي دي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت رئیس الوزراء طیب اردوغان ته د ترکیې ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې د بریا مبارکي ویلی.
خو بل طرفته د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې کندهار ته د قطر هیواد د صدراعظم د سفر موخه د اسلامي امارت د رئیس الوزراء سره لیدل و.